دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 108325
۲۵ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې پروان،بغلان،تخار،کندز،بدخشان،سرپل،جوزجان،بلخ،ارزګان،غزنی، پکتیا،هرات،فراه او هلمندولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۲۱ تنه ټپیان او ۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان،بغلان،تخار،پکتیکا،هرات او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcewv8znjh87xi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته