افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقی په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره کتلی دی.
دغه وزارت د سه شنبې په ورځ د ثور په ۴ مه په یوه بیان کې وویل چې بیجینګ د واخان بندر د پرانیستلو په اړه د دوه اړخیزو همکاریو د امکاناتو په اړه څیړنه کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د اسلامي امارت او چین ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو په اړه هم خبرې وکړې.
متقي وويل، بېجينګ ته د افغانستان د صادراتو زياتوالى، د مس عينک پروژه او د واخان په بندر کې پانګونه له چين سره د اسلامي امارت د اقتصادي تګلارې ښکاره بېلګې دي.
تر دې مخکې چینايي رسنیو ویلي و چې هېواد یې ښايي د واخان بندر له لارې د چین له اقتصاد سره د افغانستان د نښلولو په اړه د اسلامي امارت هدف پوره نه کړي، ځکه بیجینګ دا پروژه له اقتصادي پلوه تر پوښتنې لاندې ګڼي او له احتیاطه کار اخلي.
اسلامي امارت ویلي چې د چین تر پولې پورې د واخان بدخشان سړک د جوړولو کار بشپړ شوی او افغانستان به په رسمي ډول د دې سړک له لارې له چین سره وصل شي.
دا پروژه څه باندې ۳۷۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري او د پخواني حکومت له خوا د چینايي پانګو د جلبولو په موخه پیل شوې وه.
دغه سړک د بدخشان واخان د چین له سینکیانګ سره نښلوي.