دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 289906
د تخار-بدخشان لویه لار له سیلابونو وروسته پرانیستل شوه
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د تخار-بدخشان لویه لار د تېرې ورځې د سختو بارانونو او سېلابونو له راوتلو وروسته په ۱۰ ځایونو کې تړل شوې وه، چې د سیمه ییز چارواکو په اقدام سره بېرته پرانیستل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د بدخشان ولایت د فواید عامې رئیس مولوی عبدالغفور عتید وویل: د بدخشان - تخار لویه لار د بارانونو او سیلابونو له امله تړل شوې وه، خو د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.

هغه زیاته کړه: «په څه باندې لسو ځایونو کې سیلابونو د تخار-بدخشان لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې وه، چې د بدخشان د فواید عامې ریاست د وسایلو او کاري ټیم په مرسته پاکه شوې او مسافر کولای شي پرته له کومې ستونزې تګ راتګ وکړي.

د يادونې وړ ده، چې (د ثور ١٥مه) اورښتونو د هېواد په يو شمېر شمالي ولايتونو کې سېلابونه راوتلي او ډېر زيانونه يې اړولي دي.
https://avapress.com/vdcjyhe8muqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته