افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت د صهیونیسټی رژیم د پوځ د وحشیانه حملو په دوام کښې د شهیدانو او زخمیانو نوې احصائیه اعلان کړه.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په غزې تړانګه کې ۳۴۶۸۳ تنه شهیدان او ۷۸۱۸ تنه ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه هم تر ۸۰۰۰ ډېر کسان تر خاورو لاندې او د اسانتیاوو د نشتوالي او د جګړې د دوام له امله د مرستو رسولو توان نه لري. د دې جګړې له ۷۲ سلنه ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.