افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ عزم اردو د دوهمې لوا تخنیکي او مسلکي ټیمونو په هلمند ولایت کې ۱۶ بېلابېلې تاڼې ترمیم کړې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په ترمیم شویو موټرو کې ۱۰ هاموي ټانکونه، ۳ انترنیشنال موټرونه او درې امبولانسونه شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت اعلان کړى و، چې د دغه وزارت د تخنيکي ټيمونو له خوا سلګونه پوځي وسايط ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو شوي دي.