افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست چارواکي وايي چې په تیر لمریز کال کې په دغه ولایت کې ۴۵۴۷۳۳ الکترونیکي او کاغذي تذکرې ویشل شوي دي.
د چارواكو په وينا، دې رياست تېر كال هم د زوکړې كارډونه هم وېشلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د احصایې مرکزي ادارې په هېواد کې د څه باندې ۱۲ میلیونو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش اعلان وکړ.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې یوشمېر دولتي ادارو خپل یو کلن کاري راپور له رسنیو سره شریک کړی دی.