کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۲ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 27 حوت 1393 ساعت 13:10


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې زابل،فراه،ارزګان،هرات،ننګرهار،جوزجان،سرپل،کندز،غزنی،کندهار او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۵ تنه ټپیان او یو تن د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شو .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او ۲۵ کړۍ ماینونه هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کابل او پروان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 108731

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/108731/۱۲-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com