دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 108731
۱۲ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې زابل،فراه،ارزګان،هرات،ننګرهار،جوزجان،سرپل،کندز،غزنی،کندهار او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۵ تنه ټپیان او یو تن د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شو .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او ۲۵ کړۍ ماینونه هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کابل او پروان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfmcdyyw6dxea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته