دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 289713
د تالقان – فیض آباد لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه
د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، چې د تالقان – فیض آباد لویه لار پرون ناوخته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، چې د تالقان-فیض آباد لویه لار پرون ناوخته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
 
په وروستۍ پيښه کې دغه لويه لاره دتخار ولايت دکلفګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې په عامه لاره د غره د يوې برخې د ښوييدو له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه.
 
د تخار د فواید عامې ریاست یوې سرچینې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دغه لویه لاره د دوی د کارکوونکو په هڅو تېره ورځ د مسافرو او سوداګریزو کاروانونو پر مخ پرانیستل شوه.
 
په تېرو دوو مياشتو کې بارانونو څو څو ځلې د تايلغان-فيض اباد لويه لار تړلې ده.
https://avapress.com/vdcfy1d0mw6dcea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته