کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۹ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 16 حمل 1394 ساعت 10:09


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې هلمند،هرات،فراه،میدان وردک،پروان او کندهار ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول،۵ تنه ټپیان او ۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۳ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د بلخ،کندز او هرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول


د مطلب کود: 109377

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/109377/۹-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com