دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 109377
۹ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې هلمند،هرات،فراه،میدان وردک،پروان او کندهار ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول،۵ تنه ټپیان او ۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۳ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د بلخ،کندز او هرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccmoqsm2bqx18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته