دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 108674
۱۹ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار،تخار،کندز،فاریاب،سرپل،جوزجان،کندهار،ارزګان،میدان وردک،غزنی،پکتیکا،فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، یو تن ټپی او ۷ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۳ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار او بادغیس ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbzwb8arhbg0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته