دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 103564
۱۹ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار ، پروان ، بغلان ، کندهار ، زابل، ارزګان ، میدان وردک ، لوګر ، غزنی، خوست او پکتیکا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۹  تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول ،  ۲ تنه ټپیان او یو تن د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شو .
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ، ۴ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د کندهار، غزنی او فراه  ولایتونو  په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcepx8zejh87ni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته