دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 98269
۱۹ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې  کندهار ، ارزګان ، زابل ،بغلان ، لغمان  او  هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۹ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول  او  ۵ تنه ټپیان شول .
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې او مهمات  هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۱۲ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د هرات، زابل ، کندهار ،سرپل  او لغمان ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb95b9.rhbw0p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته