په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې بغلان ،کندهار ، ارزګان ، خوست او فراه ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۴ تنه ټپیان او ۱۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او ۳۵ کړۍ ماینونه هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۴ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه دهرات ، کاپیسا او پکتیا ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل