په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کندز ، کندهار ، زابل ، ارزګان ، خوست ، پکتیکا او پکتیا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۱۱ تنه ټپیان او ۲ تن د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۵ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د خوست ، کندهار او جورجان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)