دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 109239
۲۹ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار،لغمان،تخار،کندز،سرپل،کندهار،زابل،میدان وردک،غزنی،فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۳۲ تنه ترهګر طالبان ټپیان شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۱۱ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کندهار او ارزګان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjthevhuqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته