دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 107975
۲۹ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
۲۹ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو دګډو چاڼیزو عملیاتوپه لړکې چې ننګرهار،تخار،سرپل،بلخ،کندهار،زابل،ارزګان،میدان وردک،لوګر،غزنی،پکتیا،هرات،فراه او هلمند ولایتونو په اړوندو سیموکې یېترسره کړل،۲۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۱۸ تنه ټپیان او ۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې ،مهمات او ۳۲ کړۍ ماینونه هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۸ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د تر سره کولو په موخه دکابل،کندز،خوست،فراه،لوګر او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پرځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceff8znjh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته