کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات: د سلما بند د رغونې پروژه له اوږده انتظاره وروسته، بشپړه شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 اسد 1394 ساعت 14:36


د هرات والي له سلما بند څخه د اوبو اخیستو د پیل خبر ورکوي.

محمدآصف رحیمي وايي، د سلما بند د اوبو له اصلي زېرمې څخه د اوبو اخیستل پرون د دې بند د دروازې له تړلو سره سم پیل شو.

د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې د سلما بند پروژه چې په ۱۹۷۶ کال کې د هند په مرسته پیل شوه د سردارمحمد داود خان د جمهوري ریاست د دورې له خورا مهمو پروژو څخه وه خو د ده له وژل کېدو د وروسته بدلونونو له وجې تراوسه ځنډېدلې وه.

د هرات والي ښاغلی رحیمي په خپله فیسبوک پاڼه کې وايي، د سلما بند د رغونې پروژه له څلوېښت کلونو انتظار وروسته د افغان او هندي انجنیرانو په هڅو په بریالیتوب سره بشپړه شوه


د مطلب کود: 114822

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/114822/هرات-د-سلما-بند-رغونې-پروژه-له-اوږده-انتظاره-وروسته-بشپړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com