دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 114822
هرات: د سلما بند د رغونې پروژه له اوږده انتظاره وروسته، بشپړه شوه
د هرات والي له سلما بند څخه د اوبو اخیستو د پیل خبر ورکوي.

محمدآصف رحیمي وايي، د سلما بند د اوبو له اصلي زېرمې څخه د اوبو اخیستل پرون د دې بند د دروازې له تړلو سره سم پیل شو.

د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې د سلما بند پروژه چې په ۱۹۷۶ کال کې د هند په مرسته پیل شوه د سردارمحمد داود خان د جمهوري ریاست د دورې له خورا مهمو پروژو څخه وه خو د ده له وژل کېدو د وروسته بدلونونو له وجې تراوسه ځنډېدلې وه.

د هرات والي ښاغلی رحیمي په خپله فیسبوک پاڼه کې وايي، د سلما بند د رغونې پروژه له څلوېښت کلونو انتظار وروسته د افغان او هندي انجنیرانو په هڅو په بریالیتوب سره بشپړه شوه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxo0fxyt0fj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته