دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 263230
هرات ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي معین سفر/ د هېواد د تاریخي اثارو د ساتنې ژمنه
د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو وزير هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات د پنځمې منار د پياوړتيا او د دغه ولايت د ملي راډيو او ټلوېزيون د خپرونو له بهير څخه ليدنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي وايي چې اوس مهال د هیواد د یو شمیر تاریخي اثارو د ساتنې چارې روانې دي.
 
نوموړي د هرات ښار د پنځم منار څخه د ليدنې پر مهال چې د دغه ولايت تاريخي ابدات بلل کېږي، وويل چې دغه وزارت د هېواد د ټولو تاريخي آبداتو ساتنې ته ژمن دى.
 
په همدې حال کې د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس مولانا نعيم الحق حقاني وايي چې د ژمي په موسم کې د جومات د چت د غاليو ترڅنګ د پنځمې منارې د پياوړتيا کار هم په ښه توګه پر مخ روان دى.
 
ښاغلی حقاني وايي، د منار له پیل راهیسې هره ورځ تر ۵۰ ډېر کسان په کار بوخت دي.
 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي چې د پنځمې منار د کار له بشپړېدو وروسته به د دغه ولايت د جامع جومات د جوړولو چارې هم پيل شي.
 
د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستيال هم د هرات د ملي تلويزيون د خپرونو له رياست څخه ليدنه وکړه او د دغې شبکې ستونزې يې وڅېړلې.
 
په دې غونډه کې د دغه ولايت د ملي راډيو او ټلويزيون مسوولينو له مرکزي چارواکو وغوښتل چې دغه شبکه دې سپوږمکۍ جوړه کړي.
 
داطلاعاتو اوکلتور وزارت سرپرست ژمنه وکړه چې ددغې شبکې طرحه به دهېواد په مرکز کې مقاماتو ته واستوي څو په نږدې راتلونکي کې په سپوږمکۍ بدله شي .
 
دا دویم ځل دی، چې د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزیر هرات ولایت ته سفر کوي او د دغه ولایت کلتوري او مطبوعاتي مسایل یې ارزولي دي.
 
https://avapress.com/vdcbffb5grhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته