کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 دلو 1394 ساعت 19:05


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او په اسلام اباد کې یې د پخواني والي سید فضل الله وحیدي د اختطاف په اړه جدي اندیښنه ورسره شریکه کړې ده.

دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، د بهرنیو چارو وزارت له خوا نن خپره شوې خبرپاڼه وایي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په کابل کې د پاکستان له سفیر ابرار حسین څخه وغوښتل چې پاکستان باید له ټولو امکاناتو کار واخلي څو د ښاغلي وحیدي تښتونکي معلوم او دی یې له منګولو خلاص کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کونړ او هرات پخوانی والي سید فضل الله وحیدي د افغانستان مهم شخص دی او د اسلام اباد په امنه سیمه کې تښتول شوی دی.

ښاغلی وحیدي د تیرې جمعې په ورځ په اسلام اباد کې لادرکه شوی دی چې له دې وړاندې پاکستاني پولیسو هم د نوموړي د موندلو ډاډ ورکړی دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال رسینوته ویلي چې د وحیدي د پيدا کیدو په اړه یې د هغه هېواد له صدر اعظم نوازشریف او نورو چارواکو سره خبرې کړي دي


د مطلب کود: 122699

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/122699/افغانستان-په-کابل-کې-د-پاکستان-سفیر-احضار-کړ

آوا
  https://www.avapress.com