دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 122699
افغانستان په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او په اسلام اباد کې یې د پخواني والي سید فضل الله وحیدي د اختطاف په اړه جدي اندیښنه ورسره شریکه کړې ده.

دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د بهرنیو چارو وزارت له خوا نن خپره شوې خبرپاڼه وایي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په کابل کې د پاکستان له سفیر ابرار حسین څخه وغوښتل چې پاکستان باید له ټولو امکاناتو کار واخلي څو د ښاغلي وحیدي تښتونکي معلوم او دی یې له منګولو خلاص کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کونړ او هرات پخوانی والي سید فضل الله وحیدي د افغانستان مهم شخص دی او د اسلام اباد په امنه سیمه کې تښتول شوی دی.

ښاغلی وحیدي د تیرې جمعې په ورځ په اسلام اباد کې لادرکه شوی دی چې له دې وړاندې پاکستاني پولیسو هم د نوموړي د موندلو ډاډ ورکړی دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال رسینوته ویلي چې د وحیدي د پيدا کیدو په اړه یې د هغه هېواد له صدر اعظم نوازشریف او نورو چارواکو سره خبرې کړي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceow8zojh8wpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته