افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، دغه ځمکې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې بېرته نیول شوې دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې د غصب شویو ځمکو ډېره برخه په میدان وردګ، کندهار او بدخشان ولایتونو کې ده.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې عدليې وزارت ويلي وو، چې له زورواکو سلګونه زره جريبه ځمکه بېرته نيولې ده.