د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په تېره یوه میاشت کې له ۱۱۹ زره جریبه غصب شوی ځمکي د بېرته ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.
په تېره یوه میاشت کې له ۱۱۹ زره جریبه زیاتې غصب شوې ځمکې بېرته نیول شوي
17 ثور 1403 ساعت 14:05
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په تېره یوه میاشت کې له ۱۱۹ زره جریبه غصب شوی ځمکي د بېرته ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.
آوا - کابل: د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، دغه ځمکې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې بېرته نیول شوې دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې د غصب شویو ځمکو ډېره برخه په میدان وردګ، کندهار او بدخشان ولایتونو کې ده.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې عدليې وزارت ويلي وو، چې له زورواکو سلګونه زره جريبه ځمکه بېرته نيولې ده.
د مطلب کود: 289936