دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 289934
رغنيز پلانونه په پنجشیر کې د سره صلیب لخوا پلي کیږي
د سره صليب د کميټې د ساحوي دفتر مشر د پنجشير له والي سره په کتنه کې په دغه ولايت کې د دغې کميټې له خوا د ځينو رغنيزو پلانونو د تطبيق خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سره صلیب د ساحوي دفتر مشر مایکل د دغه ولایت له والي حافظ محمد اغا حکیم سره وکتل.

د سره صليب د ساحوي دفتر مسوول وويل، چې دغه کمېټه به په نږدې راتلونکي کې په پنجشېر کې يو شمېر رغنيزې پروژې پلې کړي.

هغه زياته کړه، په دغو پلانونو کې د استنادي دېوالونو جوړول او د اوبو او کرنيزو کانالونو پاکول شامل دي، چې د پنجشېر په يو شمېر ولسواليو کې پلي کېږي.

د سوق له لوري حافظ محمد اغا حکيم د سره صليب د ساختماني پلانونو د ستاينې ترڅنګ له دغه دفتر سره د پنجشير د سيمه ييزې ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
https://avapress.com/vdcaeonuy49nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته