کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رغنيز پلانونه په پنجشیر کې د سره صلیب لخوا پلي کیږي

17 ثور 1403 ساعت 14:01

د سره صليب د کميټې د ساحوي دفتر مشر د پنجشير له والي سره په کتنه کې په دغه ولايت کې د دغې کميټې له خوا د ځينو رغنيزو پلانونو د تطبيق خبر ورکړ.


آوا - کابل: د پنجشیر ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سره صلیب د ساحوي دفتر مشر مایکل د دغه ولایت له والي حافظ محمد اغا حکیم سره وکتل.

د سره صليب د ساحوي دفتر مسوول وويل، چې دغه کمېټه به په نږدې راتلونکي کې په پنجشېر کې يو شمېر رغنيزې پروژې پلې کړي.

هغه زياته کړه، په دغو پلانونو کې د استنادي دېوالونو جوړول او د اوبو او کرنيزو کانالونو پاکول شامل دي، چې د پنجشېر په يو شمېر ولسواليو کې پلي کېږي.

د سوق له لوري حافظ محمد اغا حکيم د سره صليب د ساختماني پلانونو د ستاينې ترڅنګ له دغه دفتر سره د پنجشير د سيمه ييزې ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ.


د مطلب کود: 289934

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289934/رغنيز-پلانونه-په-پنجشیر-کې-د-سره-صلیب-لخوا-پلي-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com