افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سره صلیب د ساحوي دفتر مشر مایکل د دغه ولایت له والي حافظ محمد اغا حکیم سره وکتل.
د سره صليب د ساحوي دفتر مسوول وويل، چې دغه کمېټه به په نږدې راتلونکي کې په پنجشېر کې يو شمېر رغنيزې پروژې پلې کړي.
هغه زياته کړه، په دغو پلانونو کې د استنادي دېوالونو جوړول او د اوبو او کرنيزو کانالونو پاکول شامل دي، چې د پنجشېر په يو شمېر ولسواليو کې پلي کېږي.
د سوق له لوري حافظ محمد اغا حکيم د سره صليب د ساختماني پلانونو د ستاينې ترڅنګ له دغه دفتر سره د پنجشير د سيمه ييزې ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ.