کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران وسله والو پوځیانو ددې هیواد خاورې ته د «اسلامي دولت» د تروریستانو د راننوتلو د هڅو خبر ورکړی دی

24 حمل 1395 ساعت 19:10

د ایران وسله والو پوځیانو ددې هیواد خاورې ته د «اسلامي دولت» د تروریستانو د راننوتلو د هڅو خبر ورکړی دی


د ایران د پیاده ځواکونو قوماندان امیر احمد رضا پوردستان ددوشنبې په ورځ وویل؛ چې د «اسلامي دولت» تروریستي ډلې تروریستانو ّځې کړې، چې ددې هیواد خاورې ته راننوځي.

د تسنیم خبري آژانس د امیر احمد رضا پوردستان له قوله کاږي:«د فبروری او مارچ په میاشت کې دوه تروریستان، چې د ځانمرګې ملاوستني ورسره وو، د ایران خاورې ته راننوتل او د راننوتلو سره سم دستي د پیاده ځواکونو لخوا له منځه ولاړل».

د ایران پوځي چارواکي په ډاګه نه کړه، چې دغه پیښه د هیواد په کومه سیمه کې را منځ ته شوې ده خو ویی ویل؛ چې اوسمهال پولې کوم ګواښ سره مخ نه دي.


د مطلب کود: 124900

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124900/د-ایران-وسله-والو-پوځیانو-ددې-هیواد-خاورې-ته-اسلامي-دولت-تروریستانو-راننوتلو-هڅو-خبر-ورکړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com