دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۱۰
د مطلب کود : 124900
د ایران وسله والو پوځیانو ددې هیواد خاورې ته د «اسلامي دولت» د تروریستانو د راننوتلو د هڅو خبر ورکړی دی
د ایران وسله والو پوځیانو ددې هیواد خاورې ته د «اسلامي دولت» د تروریستانو د راننوتلو د هڅو خبر ورکړی دی

د ایران د پیاده ځواکونو قوماندان امیر احمد رضا پوردستان ددوشنبې په ورځ وویل؛ چې د «اسلامي دولت» تروریستي ډلې تروریستانو ّځې کړې، چې ددې هیواد خاورې ته راننوځي.

د تسنیم خبري آژانس د امیر احمد رضا پوردستان له قوله کاږي:«د فبروری او مارچ په میاشت کې دوه تروریستان، چې د ځانمرګې ملاوستني ورسره وو، د ایران خاورې ته راننوتل او د راننوتلو سره سم دستي د پیاده ځواکونو لخوا له منځه ولاړل».

د ایران پوځي چارواکي په ډاګه نه کړه، چې دغه پیښه د هیواد په کومه سیمه کې را منځ ته شوې ده خو ویی ویل؛ چې اوسمهال پولې کوم ګواښ سره مخ نه دي.

https://avapress.com/vdcbgab8grhb59p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته