د غزې تړانګې د روغتیا وزارت په یوې بیانیه کښې اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د اسرائیلو پوځ درې جنایتونه ترسره کړی چې په نتیجه کښې یې ۳۴ تنه شهیدان او ۶۸ نور ژوبل شوی.
افغان غږ خبری آژانس: د دغو شهیدانو په ګډون د غزې تړانګې د شهیدانو شمیر ۳۴ زره ۴۸۸ تنو ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر ۷۷ زره ۶۴۳ تنو ته رسیدلی دی چې د تیر کال د اکټوبر د میاشتې له ۱۵ نیټې راهیسې تر سره شوی دی.