کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان به نن د بنګله دېش سره خپله وروستۍ دکرکټ لوبه ترسره کړي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس ورزشی , 10 میزان 1395 ساعت 12:48

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ټیمونو تر منځ د یو ورځنۍ لوبو د سلسلې وروستۍ لوبه، به نن ترسره سي.


د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ټیمونو تر منځ د یو ورځنۍ لوبو د سلسلې وروستۍ لوبه، به نن ترسره سي.

د افغانستان ټیم تر دې مخکې د بنګله دېش سره دوې کړي، چي يوه يې ګټلي او بله يې بايللې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي هیله څرګندوي، چي افغانستان به د هغو تجربو په کارولو چي په تېرو دوو لوبو کي یې ترلاسه کړي، د نننۍ او ددې سیالۍ د وروستۍ لوبې ګټونکی سي.

د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي وايي، د بنګله دېش د لوبي ډګر د هغو بالرانو لپاره، چي ورو توپ اچوي ډېر برابر دی.

ښاغلي فضلي وویل، چي ددې لوبي لپاره په افغان ټیم کي هم یو څه بدلونونه راغلي، چي تمه ده، ښې پايلي به ورکړي.


د مطلب کود: 131409

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/131409/افغانستان-نن-د-بنګله-دېش-سره-خپله-وروستۍ-دکرکټ-لوبه-ترسره-کړي

آوا
  https://www.avapress.com