کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښار کې د یوه مقناطسي ماین په چاودنه کې یو تنه پولیس ټپي شوی دی

15 عقرب 1395 ساعت 22:40


د کابل امنیتي چارواکي ویلی دي، پلازمېنه کابل کې د یوه مقناطسي ماین په چاودنه کې یو تنه امنیتی ټپي شوی دی. د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، دغه پېښه نن ورځ د کابل په څلورمه امنیتي حوزه د پروان ۳ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د ۱۰۱ آسمايي زون قوماندانۍ د جنايي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر سمونوال فريدون عبيدي رسنیوته وویل، چاودنه د پوليسو پر رينجر موټر پورې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې. تر اوسه د دغه چاودنې د دولت مخالفینو مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.


د مطلب کود: 133255

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/133255/کابل-ښار-کې-د-یوه-مقناطسي-ماین-په-چاودنه-یو-تنه-پولیس-ټپي-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com