د کابل امنیتي چارواکي ویلی دي، پلازمېنه کابل کې د یوه مقناطسي ماین په چاودنه کې یو تنه امنیتی ټپي شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، دغه پېښه نن ورځ د کابل په څلورمه امنیتي حوزه د پروان ۳ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ۱۰۱ آسمايي زون قوماندانۍ د جنايي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر سمونوال فريدون عبيدي رسنیوته وویل، چاودنه د پوليسو پر رينجر موټر پورې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې.
تر اوسه د دغه چاودنې د دولت مخالفینو مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.