دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 289250
د "مس عینک" و پروژې ته د برښنا رسولو په اړه د قراردادي شرکت له مسوولینو سره د کانونو د وزیر لیدنه
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د عینک د مسو کان د پروژې د قراردادي شرکت مسوولینو د دغې پروژې لپاره د اړتیا وړ ۴۰۰ میګاواټه برېښنا د برابرولو په اړه د دغه وزارت له سرپرست سره خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د قراردادي شرکت له مسوولینو سره وکتل. 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د دغې پروژې لپاره د اړتیا وړ ۴۰۰ میګاواټه برېښنا پر رسولو خبرې وشوې.

وزارت زیاتوي، په دې ناسته کې د دغه قراردادي شرکت مسوولینو د عینک د مسو پروژې د وروستیو پرمختګونو، کاري پلانونو او د عملي کار د پیل او د دغې پروژې د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په اړه خپل معلومات وړاندې کړل.
https://avapress.com/vdcbs9b5grhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته