افغان غږ خبری آژانس: د مالیزیا د سمندری ځواکونو دوې چورلکې د مالیزیا د سمندری ځواکونو د ورځې په مناسبت د پوځی تمریناتو په ترڅ کې ټکر شوی چې له امله یې د دواړو چورلکو ټول ۱۰ تنه سپرلۍ وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، پېښه د مالیزیا په لویدیځ ساحل کې د پیراک په ایالت کې د لوموت په هوايي اډه کې شوې ده.
د دې پېښې د اصلي لامل په اړه تر اوسه کوم راپور نه دی خپور شوی.
خو خپاره شوي عکسونه ښيي چې یوه چورلکه له شا څخه د بلې چورلکې له لکۍ سره ټکر کوي او بیا دواړه سقوط کوي.