کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اطلاعاتو او کلتور وزیر استعفا ورکړه

18 عقرب 1395 ساعت 10:44

عبدالباری جهانی، د اطلاعاتو او کلتور وزیر دخپل فیسبوک په رسمی صفحه کی خپل استعفا اعلان کړ.


د  آوا دخبرګزاری له مخی، ښاغلی جهانی خپل استعفانامه د رییس جمهوری آدرس ته استولی او ددی کار علت یی مریضی ښودلی دی. 
هغه وویل چی خپل استعفانامه د تیر اوونی د شنبی په ورځ، د عقرب په اتمه، د ریاست جمهوری دفتر ته استولی دی، خو تراوسه کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی. 
مژګان مصطفوی، ددی وزارت د نشراتو معین د ۱ تلویزیون سره په خبرو اترو کی وویل چی ښاغلی جهانی د دوو څخه تر دری میاشتی پوری دی چی په امریکا کی ژوند تیروی؛ خو هغه د ښاغلی جهانی استعفا تایید یا رد نه کړ. 
ریاست جمهوری هم تراوسه ددی خبری په اړه څه نه دی ویلی. 
د ښاغلی جهانی د استعفا د تایید په صورت کی، هغه د ملی وحدت د حکومت د کابینی دوهم وزیر به وی چی د خپل وظیفی څخه لاس اخیستی دی.


د مطلب کود: 133387

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/133387/د-اطلاعاتو-او-کلتور-وزیر-استعفا-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com