دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 133387
عبدالباری جهانی، د اطلاعاتو او کلتور وزیر دخپل فیسبوک په رسمی صفحه کی خپل استعفا اعلان کړ.

د  افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی، ښاغلی جهانی خپل استعفانامه د رییس جمهوری آدرس ته استولی او ددی کار علت یی مریضی ښودلی دی. 
هغه وویل چی خپل استعفانامه د تیر اوونی د شنبی په ورځ، د عقرب په اتمه، د ریاست جمهوری دفتر ته استولی دی، خو تراوسه کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی. 
مژګان مصطفوی، ددی وزارت د نشراتو معین د ۱ تلویزیون سره په خبرو اترو کی وویل چی ښاغلی جهانی د دوو څخه تر دری میاشتی پوری دی چی په امریکا کی ژوند تیروی؛ خو هغه د ښاغلی جهانی استعفا تایید یا رد نه کړ. 
ریاست جمهوری هم تراوسه ددی خبری په اړه څه نه دی ویلی. 
د ښاغلی جهانی د استعفا د تایید په صورت کی، هغه د ملی وحدت د حکومت د کابینی دوهم وزیر به وی چی د خپل وظیفی څخه لاس اخیستی دی.

https://avapress.com/vdcaaen6049nee1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته