دخپریدو نیټه :شنبه ۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 289427
په پنجشېر او ننګرهار کې تندر دوه تنه وژلي دي
په پنجشېر او ننګرهار ولايتونو کې سيمه ييز چارواکي وايي، چې په يادو ولايتونو کې د تندر له امله يوه ښځه او يو نارينه مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د تندر له امله یو تن وژل شوی دی.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وايي، دغه پېښه د بټي کوټ ولسوالۍ د څلورمې ناحيې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې وژل شوى کس "زيارت ګل" نومېده او د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی و.

له بلې خوا په پنجشېر کې ​​سيمه ييز مسوولين وايي چې ددغه ولايت په عناب ولسوالۍ کې تندر له امله يوه ښځه وژل شوې ده.

د پنجشېر ولايت د عنابې ولسوالۍ ولسوال فضل الرحمن رحماني وايي، دغه پېښه پرون ماسپښين شاوخوا ۳ بجې د دې ولسوالۍ په ابدره کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې دغه ښځه له کوره بهر وه چې برېښنا پرې مستقيم ولګېده او وژل شوې ده.

په دې وروستيو ورځو کې د هېواد يو شمېر ولايتونه د سختو بارانونو، طوفانونو، سېلابونو او ورښتونو شاهدان دي چې ځاني او مالي زيانونه يې هم اړولي دي.

تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د اورښتونو له امله يو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
https://avapress.com/vdchiwniq23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته