کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشېر او ننګرهار کې تندر دوه تنه وژلي دي

8 ثور 1403 ساعت 11:02

په پنجشېر او ننګرهار ولايتونو کې سيمه ييز چارواکي وايي، چې په يادو ولايتونو کې د تندر له امله يوه ښځه او يو نارينه مړه شوي دي.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د تندر له امله یو تن وژل شوی دی.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وايي، دغه پېښه د بټي کوټ ولسوالۍ د څلورمې ناحيې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې وژل شوى کس "زيارت ګل" نومېده او د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی و.

له بلې خوا په پنجشېر کې ​​سيمه ييز مسوولين وايي چې ددغه ولايت په عناب ولسوالۍ کې تندر له امله يوه ښځه وژل شوې ده.

د پنجشېر ولايت د عنابې ولسوالۍ ولسوال فضل الرحمن رحماني وايي، دغه پېښه پرون ماسپښين شاوخوا ۳ بجې د دې ولسوالۍ په ابدره کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې دغه ښځه له کوره بهر وه چې برېښنا پرې مستقيم ولګېده او وژل شوې ده.

په دې وروستيو ورځو کې د هېواد يو شمېر ولايتونه د سختو بارانونو، طوفانونو، سېلابونو او ورښتونو شاهدان دي چې ځاني او مالي زيانونه يې هم اړولي دي.

تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د اورښتونو له امله يو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د مطلب کود: 289427

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289427/په-پنجشېر-او-ننګرهار-کې-تندر-دوه-تنه-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com