افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان د کرنې رئیس مولوي محمد ولي محسن رسنیو ته وویل چې د حکومت له بودجې څخه د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د انتقال د پنځو بندونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه بندونه د وچکالۍ د مخنيوي او د ځمکې لاندې اوبو د زياتوالي په مقصد جوړ شوي دي.
تاسو وویل چې حکومت د هیواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو لږ تر لږه یو کوچنی بند د جوړولو پروژې په غاړه اخیستی دی.