کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داسې انګېرل کېږي چې شونې ده د طالبانو مشرتابه له پاکستانه افغانستان ته لېږدول شوي وي

6 قوس 1395 ساعت 19:49

د رپوټ پر بنسټ،داسې انګېرل کېږي چې افغان طالب مشران له یوې لسیزې ترهګریزو او ویجاوړونکو فعالیتونو څخه وروسته،اوس له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.


په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې پر افغانستان د امریکا له برید څخه وروسته چې د سپټمبر د ۱۱ مې په غبرګون کې ترسره شوه. د طالبانو مشران پاکستان ته وتښتېدل او په دغې موده کې د کوټې،کراچۍ او پېښور په ښارونو کې وو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد،اسوشېټډ پرس ته ویلي چې د طالبانو د مشرتابه شورا څو میاشتې وړاندې له پاکستان څخه افغانستان ته لېږدول شوې ده. خو هغه د دې په اړه چې شورا د افغانستان په کومو برخو کې مېشته شوې،څه نه دي ویلي. ویل کیږی چې د طالب ډلې یوه چارواکي چې د نوم له اخیستو څخه یې ډاډه کړې ویلي چې د هلمند په سوېل کې یوې سیمې ته لېږدول شوې ده. دغه سیمه د کوکنارو ډېری کښتونه لري چې د طالبانو یوه له مهمو عایداتي سرچینو څخه شمېرل کېږي او طالبان له دغې سیمې څخه د اصلي مرکز په نامه یادونه کوي.


د مطلب کود: 134349

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/134349/داسې-انګېرل-کېږي-چې-شونې-ده-د-طالبانو-مشرتابه-له-پاکستانه-افغانستان-ته-لېږدول-شوي-وي

آوا
  https://www.avapress.com