دخپریدو نیټه :شنبه ۶ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۴۹
د مطلب کود : 134349
داسې انګېرل کېږي چې شونې ده د طالبانو مشرتابه له پاکستانه افغانستان ته لېږدول شوي وي
د رپوټ پر بنسټ،داسې انګېرل کېږي چې افغان طالب مشران له یوې لسیزې ترهګریزو او ویجاوړونکو فعالیتونو څخه وروسته،اوس له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې پر افغانستان د امریکا له برید څخه وروسته چې د سپټمبر د ۱۱ مې په غبرګون کې ترسره شوه. د طالبانو مشران پاکستان ته وتښتېدل او په دغې موده کې د کوټې،کراچۍ او پېښور په ښارونو کې وو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد،اسوشېټډ پرس ته ویلي چې د طالبانو د مشرتابه شورا څو میاشتې وړاندې له پاکستان څخه افغانستان ته لېږدول شوې ده. خو هغه د دې په اړه چې شورا د افغانستان په کومو برخو کې مېشته شوې،څه نه دي ویلي. ویل کیږی چې د طالب ډلې یوه چارواکي چې د نوم له اخیستو څخه یې ډاډه کړې ویلي چې د هلمند په سوېل کې یوې سیمې ته لېږدول شوې ده. دغه سیمه د کوکنارو ډېری کښتونه لري چې د طالبانو یوه له مهمو عایداتي سرچینو څخه شمېرل کېږي او طالبان له دغې سیمې څخه د اصلي مرکز په نامه یادونه کوي.
https://avapress.com/vdcjxxevhuqettz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته