کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فراه والی ته لاریونکوونکی، د قندهار لویه لاره وتړله

6 دلو 1395 ساعت 12:50

د محمد آصف ننګ د فراه والی په وړاندی د لاریونو په ادامه کی، نن ځینی خلګ د هرات-قندهار لویه لاره وتړله.


د افغان غږ آوا(آژانس) په خبرګزاری سره، د فراه والی محمد آصف ننګ په وړاندی لاریونونه، نن د هرات او قندهار لویه لاره وتړله.

لاریون کوونکی دا اعتقاد لری ترڅو چی ښاغلی ننګ د فراه ولایت د والیتوب مقام څخه برکناره نه سی، هغوی دا لاره د ترافیک په وړاندی به خلاص نه کړی.

د هغوی په وینا، د فراه والی ددی ولایت د بیا جوړونی په برخه کی هیڅ اقدام نه ترسره کړی.

لاریون کوونکی د ښاغلی ننګ د چلند څخه ددی ولایت د مشرانو سره، ناراضه دی او وایی: هغه د هغوی په وړاندی سپکاوۍ کړی دی.

لاریون کوونکی همدارنګه باور لری چی د فراه ولایت ګمرکی عایدات او ادارو لاسته راوړنی ددی ولایت د بیاجوړونی لپاره نه دی مصرف سوی.

وطن ۲۴ ولیکل: لاریون کوونکی وایی: دولت باید ښاغلی ننګ د فراه ولایت څخه تبدیل کړی، ددی کار د نه کیدو په صورت کی به لاریون کوونکی خپل کار ته ادامه ورکړی او همدارنګه د لارو بندولو ته به ادامه ورکړی.


د مطلب کود: 137186

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137186/فراه-والی-ته-لاریونکوونکی-د-قندهار-لویه-لاره-وتړله

آوا
  https://www.avapress.com