کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تروریستی طالبانو لوی سلاح پټنځای کشفیدل په جلال آباد کی

26 حوت 1395 ساعت 12:30

عمومی ریاست موظفین د یو خاص عملیات په ترڅ کی د طالبانو د سلاح او مهماتو لوی پټنځای کشف او دوه کسه په دی مربوط ونیوله.


د آوا دخبرګزاری له مخی، د ملی امنیت عمومی ریاست موظفین د یو خاص عملیات په ترڅ کی د تروریستانو د مهماتو او سلاحو یو لوی پټنځای چی د ۷ قبضه راکت انداز RPG7.4 میل دهشکه، ۳ میل کلاشینکوف، ۱۴ پایی مخابره، ۴ پایی لوی لیری څخه کارکوونکی مخابری، ۱۱۰ زره امریکایی دالره نقدی پیسی، مختلف النوع سلاحو په زرهاوو مرمی او دری پایی د فلمبرداری کامری او نور مختلف نظامی عدوات تروریستی بریدونو د ترسره کولو په منظور کشف او ضبط کړ.
ویل کیږی تروریستان دا مواد په یو ځای کی په ماهرانه ډول سره او په یو خصوصی مکتب د جلال آباد په دوهم ناحیه کی پټ کړی وو چی د کشف او ضبط څخه وروسته دوه تنه ونیول سو.
تروریستان هم هر وخت هڅه کړی تر څو د مقدسو اماکنو او عام المنفعه تاسیساتو څخه په ګټی اخیستنی سره د خلګو په منځ کی د وحشت او ډار فضا رامنځه کړی.


د مطلب کود: 139417

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139417/د-تروریستی-طالبانو-لوی-سلاح-پټنځای-کشفیدل-په-جلال-آباد-کی

آوا
  https://www.avapress.com