دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 139417
د تروریستی طالبانو لوی سلاح پټنځای کشفیدل په جلال آباد کی
عمومی ریاست موظفین د یو خاص عملیات په ترڅ کی د طالبانو د سلاح او مهماتو لوی پټنځای کشف او دوه کسه په دی مربوط ونیوله.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی، د ملی امنیت عمومی ریاست موظفین د یو خاص عملیات په ترڅ کی د تروریستانو د مهماتو او سلاحو یو لوی پټنځای چی د ۷ قبضه راکت انداز RPG7.4 میل دهشکه، ۳ میل کلاشینکوف، ۱۴ پایی مخابره، ۴ پایی لوی لیری څخه کارکوونکی مخابری، ۱۱۰ زره امریکایی دالره نقدی پیسی، مختلف النوع سلاحو په زرهاوو مرمی او دری پایی د فلمبرداری کامری او نور مختلف نظامی عدوات تروریستی بریدونو د ترسره کولو په منظور کشف او ضبط کړ.
ویل کیږی تروریستان دا مواد په یو ځای کی په ماهرانه ډول سره او په یو خصوصی مکتب د جلال آباد په دوهم ناحیه کی پټ کړی وو چی د کشف او ضبط څخه وروسته دوه تنه ونیول سو.
تروریستان هم هر وخت هڅه کړی تر څو د مقدسو اماکنو او عام المنفعه تاسیساتو څخه په ګټی اخیستنی سره د خلګو په منځ کی د وحشت او ډار فضا رامنځه کړی.
https://avapress.com/vdca6on6049ney1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته