کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوست ښار په ختیځه څنډه درنده چاودنه رامنځته شوې

5 ثور 1396 ساعت 3:41

ویل کیږي، چې څو شېبې وړاندې د خوست ښار په درې کیلو مترۍ کې د یوې درندې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، په سیمه کې رسمي سرچینو تر دې دمه دا پېښه تائید کړې نه ده؛ خو داسې بریښي، چې دا به موتر بم وي؛ ځکه، چې نه یوازې غږ یې دروند و، بلکې له اړوند سیمې لوګي هم پورته شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي، چې چاودنه د خوست په کاروان سرای سیمه کې رامنځته شوې ده.
کاروان سرای د بهرنیو ځواکونو اډې ته نږدې سیمه ده.
د پېښې بشپړ معلومات به بیا وړاندې شي


د مطلب کود: 141594

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141594/د-خوست-ښار-په-ختیځه-څنډه-درنده-چاودنه-رامنځته-شوې

آوا
  https://www.avapress.com