کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان زیباک ولسوالی د ۲۵ پوستو سره د طالبانوپه لاس سقوط وکړ

9 ثور 1396 ساعت 12:15

په افغانستان کی د طالبانو منصوری عملیات د شروع کیدو وروسته، نن ماسپښین د بدخشان زیباک ولسوالی مرکز د ۲۵ پوستو سره ددی ډلی تصرف لاندی ولاړل.


د آوا د خبر له مخی، د بدخشان ولایت مقامات ددی خبری په قبلولو سره وویل: امنیتی ځواکونه چی د طالبانو سره د جنګ په حال کی وو د سیمی څخه شاته تګ کړی او شکاشم ولسوالی ته تللی دی.
سلطان محمد یفتلی، د زیباک ولسوالی پولیس قومانده وویل چی امنیتی ځواکونه په لیرو سیمو کی په دی ولسوالی کی د طالبانو سره د جنګ په حال کی دی.
طالبان هم د یو اعلانیی په خپرولو سره وویل چی نن د ماسپښین ۱:۳۰ بجو په شاوخوا د ولسوالی مرکز، امنیه قوماندانی، یو نظامی مهم قرار ګاه او ۲۵ امنیتی پوسته ددی ډلی تصرف ته ولاړل.
دا ډله وویل چی د افغانستان امنیتی ځواکونه د اشکاشم ولسوالی ته تښتیدلی دی او طالبان هم د هغوی په پسی دی.
دا ډله ویلی دی چی ډیر نظامی تجهیزات د امنیتی ځواکونو څخه د طالبان تصرف ته تللی دی.
تراوسه د دواړو لورو احتمالی تلفاتو څخه کوم خبره نسته.


د مطلب کود: 141846

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141846/د-بدخشان-زیباک-ولسوالی-۲۵-پوستو-سره-طالبانوپه-لاس-سقوط-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com