د
افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، د بدخشان ولایت مقامات ددی خبری په قبلولو سره وویل: امنیتی ځواکونه چی د طالبانو سره د جنګ په حال کی وو د سیمی څخه شاته تګ کړی او شکاشم ولسوالی ته تللی دی.
سلطان محمد یفتلی، د زیباک ولسوالی پولیس قومانده وویل چی امنیتی ځواکونه په لیرو سیمو کی په دی ولسوالی کی د طالبانو سره د جنګ په حال کی دی.
طالبان هم د یو اعلانیی په خپرولو سره وویل چی نن د ماسپښین ۱:۳۰ بجو په شاوخوا د ولسوالی مرکز، امنیه قوماندانی، یو نظامی مهم قرار ګاه او ۲۵ امنیتی پوسته ددی ډلی تصرف ته ولاړل.
دا ډله وویل چی د افغانستان امنیتی ځواکونه د اشکاشم ولسوالی ته تښتیدلی دی او طالبان هم د هغوی په پسی دی.
دا ډله ویلی دی چی ډیر نظامی تجهیزات د امنیتی ځواکونو څخه د طالبان تصرف ته تللی دی.
تراوسه د دواړو لورو احتمالی تلفاتو څخه کوم خبره نسته.