د بدخشان ولایت چارواکو تایید کړه، چې ددې ولایت په وردج ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو په برید کې اته پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د امنیې قومندانۍ د امنیت امر ازادۍ راډیو ته وویل، چې تیره شپه په دې حملې کې شپږ وسلوال طالبان هم وژل شوي او دولس نور ټپيان دي.
نوموړي وویل، نښته وروسته له هغې وشوه، چې وسلوالو طالبانو د وردج ولسوالۍ په ودانۍ حمله وکړه.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې نښته کې د ۲۶ پولیسو د وژل کیدو او دوو نورو د نیول کیدو ادعا کړې ده.
چارواکو د نوموړي ادعا رد کړې ده.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)